کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان فضا تر اشغال لاندې ده

اریانا نیوز , 6 حوت 1401 ساعت 14:38

د افغانستان پر فضايي حریم د بې پیلوته الوتکو ګرځیدل د هېواد د دفاع وزیر اندېښنه راپارولې او ویلي دي؛ چې د هېواد فضا اشغال شوې او داسې تکنالوژي نلري، چې د دغو الوتکو د الوتنو مخه ونیسي.


آوا - مانیتورینګ: د ملي دفاع وزیر د ښوونې او روزنې اړتیا ته په اشاري سره څرګنده کړې؛ پوځ باید په داسې ډول وروزل شي، چې څوک د افغانستان د پوځي اشغال په اړه فکر ونه ‌کړي.
 
د هېواد دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت فارغو شویو ځواکونو ته څرګنده کړې؛ دفاعي ځواکونه دې قلم او ټوپک نه ‌پریږدي او باید دواړه په یوه وخت کې وکاروي، چې له هېواده دفاع وکړي.
 
د ځوانو ځواکونو له اکادمۍ څخه د محصلینو د فراغت په مراسمو کې دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د امنیت پر خونديتوب او د سرحدونو ساتنې ټینګار وکړ او وایي، چې موخې باید روښانه وي او اوسنی امنیت باید ټینګ وساتل شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې مراسمو کې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د افغانستان د پولو پر دفاع او امنیت ټینګار وکړ.
 
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي هم ويلي، چې د هېواد سرحدونه بايد خوندي شي او دغه موضوع بايد له پامه ونه غورزول شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د  ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو د اکادمۍ څخه ۳۸۴ محصلینو د نظامي او ملکي زده‌کړو له څوارلسمې دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
 


د مطلب کود: 266006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266006/ملا-محمد-یعقوب-مجاهد-د-افغانستان-فضا-تر-اشغال-لاندې-ده

آوا
  https://www.avapress.com