دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 265928
د ۱۴۰۲ هجري لمریز مالي کال د بودجې مسوده چمتو شوې ده
د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې طرحه یې چمتو کړې او ډېر ژر به د مالیې وزارت اقتصادي او اداري دفترونو ته واستول شي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د وزارت د معلوماتو له مخې د راتلونکي کال د عمومي بودیجې کچه د سږ کال په پرتله لوړه شوې او لسګونه پروژې د بودیجې په سند کې شاملې شوې دي.
 
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې حکومت باید په ورته وخت کې د پراختیايي پروژو کار پیل کړي او د رغنیزو پروژو په تطبیق کې باید نور ځنډ ونه شي.
 
د مالیې وزارت وايي، د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې له ستونزو سره سره دوی توانېدلي چې ګمرکي عواید ۱۰۰ میلیارد افغانیو ته لوړ کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ کال بودیجه د افغانستان د داخلي عوایدو په انحصار کې تصویب شوه.
https://avapress.com/vdchimni623n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته