کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۴۰۲ هجري لمریز مالي کال د بودجې مسوده چمتو شوې ده

4 حوت 1401 ساعت 11:32

د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې طرحه یې چمتو کړې او ډېر ژر به د مالیې وزارت اقتصادي او اداري دفترونو ته واستول شي.


آوا – کابل: د وزارت د معلوماتو له مخې د راتلونکي کال د عمومي بودیجې کچه د سږ کال په پرتله لوړه شوې او لسګونه پروژې د بودیجې په سند کې شاملې شوې دي.
 
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې حکومت باید په ورته وخت کې د پراختیايي پروژو کار پیل کړي او د رغنیزو پروژو په تطبیق کې باید نور ځنډ ونه شي.
 
د مالیې وزارت وايي، د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې له ستونزو سره سره دوی توانېدلي چې ګمرکي عواید ۱۰۰ میلیارد افغانیو ته لوړ کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ کال بودیجه د افغانستان د داخلي عوایدو په انحصار کې تصویب شوه.


د مطلب کود: 265928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265928/د-۱۴۰۲-هجري-لمریز-مالي-کال-بودجې-مسوده-چمتو-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com