دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 265748
پاکستان باید په نړیوالو کنفرانسونو کې د شکایت پر ځای په دوه اړخیزو مسایلو مخامخ خبرې وکړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مونیخ په امنیتي غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې دغه هیواد ته سپارښتنه وکړه چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د شکایت کولو پر ځای په دوه اړخیزو مسایلو مخامخ خبرې وکړي. د دغه وزارت په وینا د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د پاکستان اندېښنې بې ځایه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پرون سې شنبه د دلوې ۳۰ مه د بلاول بوټو زرداری د څرګندونو په غبرګون کې په څو ټویټونو کې ویلی، دا له حقيقته لرې خبره ده چې بلاول بوټو زرداری ویلي؛ ترهګرې ډلې له افغانستانه ترهګریز فعالیتونه پیلولی شی او که چیري نړيواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي، د پاکستان لپاره به دا یواځي ګواښ نه وي، ځکه افغان حکومت لا هم منظم امنيتي ځواکونه نه لري.
 
عبدالقهار بلخی په دوام کې لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ثابته کړه چې د منظم او تجربه لرونکو امنیتي ځواکونو په لرلو سره هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد وکاروي.
 
بلخي ټینګار کړي چې د افغانستان امنیت اوس مهال د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ښه دی.
 
هغه زیاته کړه: موږ غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راواړوو چې اسلامي امارت د اشغال پر مهال او له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت د ټینګښت او مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
 
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په پاکستان کې ناامنیو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کلونو دوام دی.
 
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
 
بلخي پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د شکایت پر ځای له افغان حکومت سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.
 
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه څرګندونو کې چې د شنبې په ورځ د دلوې په ۲۹مه د مونیخ په امنیتي غونډه کې کړې، ویلي دي: په نړیواله ټولنه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه موضوع له افغانستان څخه د ترهګرۍ احتمالي ګواښ موجود دی، په دې کې د تحریک طالبان پاکستان په څیر د سازمانونو ګواښونه، د بلوچ لیبریشن آرمی، داعش او القاعدې ګواښونه او دغه ګواښونه د افغانستان او پاکستان له پولو بهر هم پراخیدلای شي.
 
https://avapress.com/vdchkmni623n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته