افغان غږ خبری آژانس - کابل: اسلامي امارت ټینګار کړی، که هېوادونه له موږ سره روښانه او ښه تعامل ولري، موږ هم د خپلو دیني او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مثبت تعامل ته چمتو یو.
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دغه ستره ورځ زموږ د ویاړلي ملت د جهاد او سرښندنو په پایله کې یو لوی اشغالګر زبرځواک ته ماتې ورکړه.
د اسلامي امارت په اعلاميه کې راغلي چې افغانان يرغلګر نه دي، خو د نورو د تېري زغم نه شي کولی.
د دې اعلامیې له مخې، د شوروي له یرغل وروسته د امریکا په مشرۍ اشغال پیل شو او د دوي ناکامي بیا دا ثابته کړه، چې افغانان د بهرنیانو پر وړاندې ډېر حساس دي او د هېواد له دیني ارزښتونو، ازادۍ او خپلواکۍ دفاع خپل دیني مکلفیت ګڼي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې افغانان د جګړې په ډګر کې د بریا په څېر په تفاهم او تعامل کې مخلص او ژمن دي او غوره ده چې هیڅ لوری د افغانانو د ځورولو هڅه ونه کړي.
په لاندې ډول راغلي چې که هېوادونه له اسلامي امارت سره روښانه او ښه تعامل ولري، موږ به هم د خپلو دیني او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مثبت تعامل ته چمتو یو.
اعلامیه زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ یو مشروع، متحد او خپلواک حکومت رامنځته شوی، د ټولو په ګټه ده چې له دې فرصت څخه په استفادې د تفاهم لاره خپله کړي او د مثبت پرمختګ لپاره کار وکړي