کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی/ افغانان تېري نه زغمي

26 دلو 1401 ساعت 13:39

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۴مې کلیزې په مناسبت اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانان اشغالګر نه دي او د نورو له خوا هم یرغل نه شي زغملی.


آوا - کابل: اسلامي امارت ټینګار کړی، که هېوادونه له موږ سره روښانه او ښه تعامل ولري، موږ هم د خپلو دیني او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مثبت تعامل ته چمتو یو.
 
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دغه ستره ورځ زموږ د ویاړلي ملت د جهاد او سرښندنو په پایله کې یو لوی اشغالګر زبرځواک ته ماتې ورکړه.
 
د اسلامي امارت په اعلاميه کې راغلي چې افغانان يرغلګر نه دي، خو د نورو د تېري زغم نه شي کولی.
 
د دې اعلامیې له مخې، د شوروي له یرغل وروسته د امریکا په مشرۍ اشغال پیل شو او د دوي ناکامي بیا دا ثابته کړه، چې افغانان د بهرنیانو پر وړاندې ډېر حساس دي او د هېواد له دیني ارزښتونو، ازادۍ او خپلواکۍ دفاع خپل دیني مکلفیت ګڼي.
 
په اعلامیه کې یادونه شوې چې افغانان د جګړې په ډګر کې د بریا په څېر په تفاهم او تعامل کې مخلص او ژمن دي او غوره ده چې هیڅ لوری د افغانانو د ځورولو هڅه ونه کړي.
 
په لاندې ډول راغلي چې که هېوادونه له اسلامي امارت سره روښانه او ښه تعامل ولري، موږ به هم د خپلو دیني او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مثبت تعامل ته چمتو یو.
 
اعلامیه زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ یو مشروع، متحد او خپلواک حکومت رامنځته شوی، د ټولو په ګټه ده چې له دې فرصت څخه په استفادې د تفاهم لاره خپله کړي او د مثبت پرمختګ لپاره کار وکړي


د مطلب کود: 265537

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265537/اسلامي-امارت-د-نړۍ-له-هېوادونو-سره-مثبت-تعامل-ته-چمتو-دی-افغانان-تېري-نه-زغمي

آوا
  https://www.avapress.com