دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 265521
ایران د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته چمتووالی اعلان کړ
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو په تیره بیا د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزیر لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتولو غوښتنه هم وکړه.
 
اعلامیه زیاتوي: د ایران سفیر بیا هم د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو او د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو لپاره د کار پیدا کولو په مقصد د ۲۰ کیلومترو په واټن د ګډ تجارتي ازاد مرکز د جوړولو غوښتونکی شو او د تجربو په تبادلې او ملګرتیا یې ټینګار وکړ.
 
همدارنګه په کابل کې د ایران سفارت هم په یوه ټوېټ کې لیکلي چې "تېره شپه د افغان سوداګرو او د خصوصي سکټور د پانګوالو په مېلمستون کې ښاغلي کاظمي قمي د پنځه میلیونه ټنه کرنیزو محصولاتو د تضمین کلني پیرود، د بدیل کښت په برخه کې د مرستې په اړه خبرې وکړې. په سرحد کې د آزادې سوداګرۍ د سیمې د رامنځته کولو، سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا او د کانونو او د پوهې پر بنسټ د تولیداتو په سکتور کې د ونډې په اړه خبرې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcgxn9xqak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته