دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 265477
اسلامي امارت له کابل ښار څخه ۲۸ زره سوالګر راټول کړي دي
د اسلامي امارت د رئیس الورا د اقتصادي چارو مرستیال وايي چې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو کمیټې تر اوسه په ښار کې ۲۸۴۳۳ سوالګر پیژندلي او راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر نن سه شنبه (دلوې ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۳۷۱۶ تنه نارینه هم شامل دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، له دغو سوالګرو څخه ١٢ زره او ٢٧٢ يې ښځې او ١٢٤٤٥ يې ماشومان دي.
 
دغه دفتر وايي، له "مستحقو" سوالګرو سره نغدي مرسته کېږي او د کوڅې هغه ماشومان چې سوالګري کوي، د بایومتریک له ثبت وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنیزو مرکزونو ته لېږدول کېږي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د دغه هېواد له ۲۸ میلیونو ډېر وګړي د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcgun9xuak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته