کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له کابل ښار څخه ۲۸ زره سوالګر راټول کړي دي

25 دلو 1401 ساعت 13:51

د اسلامي امارت د رئیس الورا د اقتصادي چارو مرستیال وايي چې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو کمیټې تر اوسه په ښار کې ۲۸۴۳۳ سوالګر پیژندلي او راټول کړي دي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر نن سه شنبه (دلوې ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۳۷۱۶ تنه نارینه هم شامل دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، له دغو سوالګرو څخه ١٢ زره او ٢٧٢ يې ښځې او ١٢٤٤٥ يې ماشومان دي.
 
دغه دفتر وايي، له "مستحقو" سوالګرو سره نغدي مرسته کېږي او د کوڅې هغه ماشومان چې سوالګري کوي، د بایومتریک له ثبت وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنیزو مرکزونو ته لېږدول کېږي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د دغه هېواد له ۲۸ میلیونو ډېر وګړي د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 265477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265477/اسلامي-امارت-له-کابل-ښار-څخه-۲۸-زره-سوالګر-راټول-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com