دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 265409
د هېواد ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ایران په لور حرکت وکړ
د هېواد شپږ تنه ورزشکاران د سوک وهني په نړيوالو سياليو کې چې د ٢٠ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، د ګډون لپاره ايران په لور حرکت وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بدنی روزنې او سپورت عمومی ریاست پرون (دوشنبه، دلو ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ۲۰ هېوادونو ترمنځ د سوک وهني نړیواله سیالۍ به د ایران په کوربه توب ترسره شی او شپږ افغان ورزشکاران په کې ګډون وکړی.
 
دغه ورزشکاران د هرات د ورزش او بدني روزنې د عمومي رياست له خوا ايران ته واستول شول.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست د ورزشکارانو د لا زياتې زده کړې او هڅونې په موخه په بېلابېلو ولايتونو کې د سږک وهني سپورټي سيالۍ او نندارې جوړې کړې وې.
 
https://avapress.com/vdcbgsb59rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته