کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ایران په لور حرکت وکړ

24 دلو 1401 ساعت 12:03

د هېواد شپږ تنه ورزشکاران د سوک وهني په نړيوالو سياليو کې چې د ٢٠ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، د ګډون لپاره ايران په لور حرکت وکړ.


آوا: د افغانستان د بدنی روزنې او سپورت عمومی ریاست پرون (دوشنبه، دلو ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ۲۰ هېوادونو ترمنځ د سوک وهني نړیواله سیالۍ به د ایران په کوربه توب ترسره شی او شپږ افغان ورزشکاران په کې ګډون وکړی.
 
دغه ورزشکاران د هرات د ورزش او بدني روزنې د عمومي رياست له خوا ايران ته واستول شول.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست د ورزشکارانو د لا زياتې زده کړې او هڅونې په موخه په بېلابېلو ولايتونو کې د سږک وهني سپورټي سيالۍ او نندارې جوړې کړې وې.
 


د مطلب کود: 265409

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/265409/د-هېواد-ورزشکاران-په-نړیوالو-سیالیو-کې-ګډون-لپاره-ایران-لور-حرکت-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net