دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 265334
اسلامي انقلاب د ټولو مسلمانانو لپاره غوره نمونه ده
د کندهار اوسېدونکي وايي، د ايران اسلامي انقلاب د الهي انګېزې په لرلو سره ديني او مذهبي ريښه او ماهيت درلود او د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د ستاينې او وياړ وړ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د لو ۲۲مه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مي کلیزې په مناسبت د کندهار اوسیدونکی حسین همدرد افغان غږ خبری آژانس ته وویل: هغه اسلامی انقلاب چې په ۱۳۵۷ کال کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له کلیزې سره سمون خوری، د امام خمیني (رح) په رهبرۍ او د مختلفو طبقو د خلکو ګډون په د دلو ۲۲مه کښې دا یو ستر سیاسي او ټولنیز بدلون وو چې پهلوي رژیم یې نسکور کړ او د امام خمیني (رح) په مشرۍ د ایران اسلامي نظام ته یې لاره هواره کړه.
 
هغه زیاته کړه د ایران اسلامی انقلاب یو مذهبی اصل او الهي انګیزه درلوده او د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د قدر وړ ده او باید دا ورځ ټول مسلمانان ولمانځي.
 
د کندهار یو بل اوسېدونکی اکبر شاه رسولي هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د ایران اسلامي انقلاب چې د امام خمیني (رح) په مشرۍ رامنځته شو، نه یوازې د ایران بلکې د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره ویاړ دی، ځکه چې له دې انقلاب سره په اسلامي او غیر اسلامي ټولنو خلم را بیداره شوه.
 
هغه زیاته کړه دغه ورځ باید یوازې په ایران کښې نه بلکې په ټولو اسلامی هیوادونو کښې ولمانځل شی او د امام خمینی (رح) تګلاري ته باید دوام ورکړی چې د ټولو مسلمانانو لپاره غوره سیاسی او اسلامی نمونه ګڼل کیږی.
 
https://avapress.com/vdcipwar5t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته