کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي انقلاب د ټولو مسلمانانو لپاره غوره نمونه ده

23 دلو 1401 ساعت 12:05

د کندهار اوسېدونکي وايي، د ايران اسلامي انقلاب د الهي انګېزې په لرلو سره ديني او مذهبي ريښه او ماهيت درلود او د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د ستاينې او وياړ وړ دی.


آوا - کندهار: د لو ۲۲مه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مي کلیزې په مناسبت د کندهار اوسیدونکی حسین همدرد آوا ته وویل: هغه اسلامی انقلاب چې په ۱۳۵۷ کال کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له کلیزې سره سمون خوری، د امام خمیني (رح) په رهبرۍ او د مختلفو طبقو د خلکو ګډون په د دلو ۲۲مه کښې دا یو ستر سیاسي او ټولنیز بدلون وو چې پهلوي رژیم یې نسکور کړ او د امام خمیني (رح) په مشرۍ د ایران اسلامي نظام ته یې لاره هواره کړه.
 
هغه زیاته کړه د ایران اسلامی انقلاب یو مذهبی اصل او الهي انګیزه درلوده او د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د قدر وړ ده او باید دا ورځ ټول مسلمانان ولمانځي.
 
د کندهار یو بل اوسېدونکی اکبر شاه رسولي هم آوا ته وویل: د ایران اسلامي انقلاب چې د امام خمیني (رح) په مشرۍ رامنځته شو، نه یوازې د ایران بلکې د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره ویاړ دی، ځکه چې له دې انقلاب سره په اسلامي او غیر اسلامي ټولنو خلم را بیداره شوه.
 
هغه زیاته کړه دغه ورځ باید یوازې په ایران کښې نه بلکې په ټولو اسلامی هیوادونو کښې ولمانځل شی او د امام خمینی (رح) تګلاري ته باید دوام ورکړی چې د ټولو مسلمانانو لپاره غوره سیاسی او اسلامی نمونه ګڼل کیږی.
 


د مطلب کود: 265334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265334/اسلامي-انقلاب-د-ټولو-مسلمانانو-لپاره-غوره-نمونه-ده

آوا
  https://www.avapress.com