دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 265319
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ایران په لور حرکت وکړ
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر قلندر عباد د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو په موخه په یوه رسمي سفر د ایران اسلامي جمهوریت ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا وزارت د شنبې په ورځ (دلو ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قلندر عباد د ایران د روغتیا له وزیر سره د لیدنې او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړې.
 
د دغه سفر موخه په افغانستان کې د سرطان د درملنې د انستیتوت د ظرفیت لوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سالمې همکارۍ غوښتنه ده.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په دې غونډه کې به په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د روغتیايي وضعیت او همدارنګه په بامیان او کابل کې د ایران لخوا د جوړو شویو روغتونونو د ظرفیت د لوړولو او پراختیا په اړه هم خبرې وشي.
 
ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د روغتیا سرپرست وزیر په ایران کې د جی۵ په روغتیايي کنفرانس کې ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdcb8sb59rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته