کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ایران په لور حرکت وکړ

23 دلو 1401 ساعت 9:56

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر قلندر عباد د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو په موخه په یوه رسمي سفر د ایران اسلامي جمهوریت ته تللی دی.


آوا - کابل: دا وزارت د شنبې په ورځ (دلو ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قلندر عباد د ایران د روغتیا له وزیر سره د لیدنې او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړې.
 
د دغه سفر موخه په افغانستان کې د سرطان د درملنې د انستیتوت د ظرفیت لوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سالمې همکارۍ غوښتنه ده.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په دې غونډه کې به په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د روغتیايي وضعیت او همدارنګه په بامیان او کابل کې د ایران لخوا د جوړو شویو روغتونونو د ظرفیت د لوړولو او پراختیا په اړه هم خبرې وشي.
 
ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د روغتیا سرپرست وزیر په ایران کې د جی۵ په روغتیايي کنفرانس کې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 265319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265319/د-عامې-روغتیا-سرپرست-وزیر-ایران-په-لور-حرکت-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com