دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 265280
د کورونو لپاره د خلکو اړتیا به ډیر ژر پوره شي
د ښار جوړونې او کور جوړونې وزیر وايي، د "نوي کابل" پروژې عملي کار روان دی او د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل ښاریانو د کورونو اړتیاوې پوره شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښار او کور جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وايي، هغه خنډونه چې په تېرو څو کلونو کې د پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډ و، لرې شوي دي.
 
نعماني دا هم وويل، چې په لويو ښارونو کې د ښه والي او معياري کولو د پروژو د پلي کولو لپاره پلانونه لري، چې له دې جملې څخه به په خوشال خان او نيل باغ کې د قطر ښارګوټي په بشپړه توګه د دولت له خوا جوړ شي.
 
د ښار جوړولو وزير د نوي کال په پيل کې د آبادۍ د پيل اعلان وکړ.
 
د ښار جوړونې او کور جوړونې وزیر وايي، دا مهال د هېواد اوسېدونکي کورونو ته اړتیا لري او دغه وزارت هڅه کوي چې په ارزانه بیه د کورونو په جوړولو سره کورونو ته د خلکو لاس رسی زیات کړي.
 
هغه زياته کړه، چې د نوي کال لپاره د دغه وزارت د کاري لومړيتوبونو يوه برخه د نيمه بشپړو شويو پروژو بشپړول دي.
 
په همدې حال کې د کابل ښار ډېرې برخې له نقشې پرته جوړې شوې.
 
https://avapress.com/vdcivwarut1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته