کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورونو لپاره د خلکو اړتیا به ډیر ژر پوره شي

22 دلو 1401 ساعت 11:29

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزیر وايي، د "نوي کابل" پروژې عملي کار روان دی او د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل ښاریانو د کورونو اړتیاوې پوره شي.


آوا - کابل: د ښار او کور جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وايي، هغه خنډونه چې په تېرو څو کلونو کې د پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډ و، لرې شوي دي.
 
نعماني دا هم وويل، چې په لويو ښارونو کې د ښه والي او معياري کولو د پروژو د پلي کولو لپاره پلانونه لري، چې له دې جملې څخه به په خوشال خان او نيل باغ کې د قطر ښارګوټي په بشپړه توګه د دولت له خوا جوړ شي.
 
د ښار جوړولو وزير د نوي کال په پيل کې د آبادۍ د پيل اعلان وکړ.
 
د ښار جوړونې او کور جوړونې وزیر وايي، دا مهال د هېواد اوسېدونکي کورونو ته اړتیا لري او دغه وزارت هڅه کوي چې په ارزانه بیه د کورونو په جوړولو سره کورونو ته د خلکو لاس رسی زیات کړي.
 
هغه زياته کړه، چې د نوي کال لپاره د دغه وزارت د کاري لومړيتوبونو يوه برخه د نيمه بشپړو شويو پروژو بشپړول دي.
 
په همدې حال کې د کابل ښار ډېرې برخې له نقشې پرته جوړې شوې.
 


د مطلب کود: 265280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265280/د-کورونو-لپاره-خلکو-اړتیا-ډیر-ژر-پوره-شي

آوا
  https://www.avapress.com