دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 265269
د حیرتان له بندر څخه د لېږد بهیر بیا پیل شو
د اوسپنې پټلۍ چارواکي وايي، چې له حيرتان بندر څخه پرون (جمعه ٢١) يو ځل بيا د لېږد رالېږد بهير پيل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تړون له لغوه کیدو وروسته د روان کال د ډسمبر میاشتې له ۱۲ نیټې راهیسې له حیرتان بندر څخه د ټرانسپورټ چارې بندې شوې وې. د دې ستونزې د تعقیب او حل په موخه دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او اوس د اورګاډي ادارې د دغه بندر د کار د بیا پیل اعلان کړی دی.
 
د اوسپنې پټلۍ اداری ویاند عبدالسمیع درانی وايي، د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو تر منځ تفاهم لیک لاسلیک شو، چې له هغې وروسته پرون (جمعه، دلو ۲۱) له حیرتان بندر څخه د اورګاډو د لېږد بهیر په عادي توګه پیل شو.
 
نوموړي د هېواد ټولو اوسېدونکو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې له دغه بندر څخه به لېږد رالېږد په دوامداره توګه دوام وکړي.
 
د اوسپنې پټلۍ د ریاست ویاند دا هم وویل چې د ازبکستان او افغانستان ګډ پلاوی جوړ شوی او دا مهال د حيرتان بندر وضعیت څېړي.
 
په همدې حال کې د حيرتان بندر د لس ورځني بندښت په ترڅ کې هېواد کې د يو شمېر وارداتي توکو بيې لوړې شوې او سوداګر هم له ستونزو سره مخ شو.
 
https://avapress.com/vdcfvtd01w6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته