کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حیرتان له بندر څخه د لېږد بهیر بیا پیل شو

22 دلو 1401 ساعت 9:55

د اوسپنې پټلۍ چارواکي وايي، چې له حيرتان بندر څخه پرون (جمعه ٢١) يو ځل بيا د لېږد رالېږد بهير پيل شوى دى.


آوا - مزارشریف: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تړون له لغوه کیدو وروسته د روان کال د ډسمبر میاشتې له ۱۲ نیټې راهیسې له حیرتان بندر څخه د ټرانسپورټ چارې بندې شوې وې. د دې ستونزې د تعقیب او حل په موخه دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او اوس د اورګاډي ادارې د دغه بندر د کار د بیا پیل اعلان کړی دی.
 
د اوسپنې پټلۍ اداری ویاند عبدالسمیع درانی وايي، د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو تر منځ تفاهم لیک لاسلیک شو، چې له هغې وروسته پرون (جمعه، دلو ۲۱) له حیرتان بندر څخه د اورګاډو د لېږد بهیر په عادي توګه پیل شو.
 
نوموړي د هېواد ټولو اوسېدونکو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې له دغه بندر څخه به لېږد رالېږد په دوامداره توګه دوام وکړي.
 
د اوسپنې پټلۍ د ریاست ویاند دا هم وویل چې د ازبکستان او افغانستان ګډ پلاوی جوړ شوی او دا مهال د حيرتان بندر وضعیت څېړي.
 
په همدې حال کې د حيرتان بندر د لس ورځني بندښت په ترڅ کې هېواد کې د يو شمېر وارداتي توکو بيې لوړې شوې او سوداګر هم له ستونزو سره مخ شو.
 


د مطلب کود: 265269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265269/د-حیرتان-له-بندر-څخه-لېږد-بهیر-بیا-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com