دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 265238
افغاني د نړۍ تر ټولو باثباته اسعارو کې راغله
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د اقتصادي تګلارې پر بنسټ په تېر کال کې د هېواد اسعارو د نړۍ په نهو با ثباته اسعارو کې ځای درلود.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې ویلي: د افغانیو په ګډون د نهو اسعارو، د ډالر په وړاندې خپل ارزښت باثباته ساتلي.
 
هغه زیاته کړې ده چې اقتصادي کارپوهانو او امریکايي خپرونې بلومبرګ ارزونه کړې چې د افغانستان اسعارو د تېر کال په اوږدو کې ډېر مقاومت ښودلی دی.
 
د مجاهد له خوا په ټویټ شوي انځور کې څرګنده شوې چې تېر کال د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۵،۶ سلنه لوړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نږدې ۳۷ سلنه راټیټ شوی دی.
 
په دې انځور کې د ارمنستان ډرامه د تېر کال په پرتله د ډالر په مقابل کې تر ټولو لوی کمښت او د لبنان لیرې د ډالر په مقابل کې تر ټولو لوی کمښت ښودلی دی.
 
په همدې حال کې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې د اسلامي امارت د اقتصادي تګلارې له مخې افغاني کرنسۍ خپل ثبات ساتلی دی.
 
د اسلامي امارت چارواکي د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ثبات خبر ورکوي، تېر کال په ورته وخت کې یو ډالر په ۱۰۲ افغانیو تبادله کېده، په داسې حال کې چې نن سهار د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۸۹،۸۰ افغانیو پلورل کېده.
https://avapress.com/vdcbfsb5wrhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته