کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغاني د نړۍ تر ټولو باثباته اسعارو کې راغله

21 دلو 1401 ساعت 11:49

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د اقتصادي تګلارې پر بنسټ په تېر کال کې د هېواد اسعارو د نړۍ په نهو با ثباته اسعارو کې ځای درلود.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې ویلي: د افغانیو په ګډون د نهو اسعارو، د ډالر په وړاندې خپل ارزښت باثباته ساتلي.

 
هغه زیاته کړې ده چې اقتصادي کارپوهانو او امریکايي خپرونې بلومبرګ ارزونه کړې چې د افغانستان اسعارو د تېر کال په اوږدو کې ډېر مقاومت ښودلی دی.
 
د مجاهد له خوا په ټویټ شوي انځور کې څرګنده شوې چې تېر کال د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۵،۶ سلنه لوړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نږدې ۳۷ سلنه راټیټ شوی دی.
 
په دې انځور کې د ارمنستان ډرامه د تېر کال په پرتله د ډالر په مقابل کې تر ټولو لوی کمښت او د لبنان لیرې د ډالر په مقابل کې تر ټولو لوی کمښت ښودلی دی.
 
په همدې حال کې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې د اسلامي امارت د اقتصادي تګلارې له مخې افغاني کرنسۍ خپل ثبات ساتلی دی.
 
د اسلامي امارت چارواکي د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ثبات خبر ورکوي، تېر کال په ورته وخت کې یو ډالر په ۱۰۲ افغانیو تبادله کېده، په داسې حال کې چې نن سهار د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۸۹،۸۰ افغانیو پلورل کېده.


د مطلب کود: 265238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265238/افغاني-د-نړۍ-تر-ټولو-باثباته-اسعارو-کې-راغله

آوا
  https://www.avapress.com