افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران نوی سفیر حسن کاظمی قمی وایی، کوم رول چې داعش اوس په افغانستان کې لوبوی، هماغه رول دی، چې امریکا په افغانستان کې د امنیت د تامینولو په پلمه کوله.
ښاغلي قمي دغه څرګندونې پرون (چهارشنبه، دلو ۱۹) په مسکو کې د افغانستان د مسئلې په اړه د امنیت شورا د سرمنشي د پنځمې غونډې په څنډه کې له سپوتنیک خبري آژانس سره په مرکه کې وکړې.
هغه په افغانستان کې د داعش د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: نن سبا داعش د امریکا او د هغې د متحدینو تمرکز دی او دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي خوځښتونو او جوړښتونو پراخیدل دي.
حسن کاظمي قمي زیاته کړه چې امریکا او متحدین یې د انګلستان په ګډون په یقیني ډول د داعش ملاتړ کوي.
د ده په وینا، د داعش خراسان راڅرګندېدل چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له اندېښنو څخه دی، هغه تګلاره ده چې امریکا په دې سیمه کې تعقیب کړې ده.