دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 264002
په نیمروز ولایت کې د سړې هوا له امله تر ۲۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بې ساري سړې هوا له امله تر ۲۵۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د دې خبر پخلی کوي او وايي، په تېرو څو ورځو کې سختې یخنۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو تر ۲۵۰۰ ډېر غواګانې له منځه وړي دي.
 
هغه زياته کړه، په دغو څارويو کې غوا، پسونه، اوښان او اسونه شامل دي، چې ډېرى يې د خاشرود ولسوالۍ اړوند دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نيمروز ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسئولينو د يوې خبرپاڼې په خپرولو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له مسوولينو سره د اړيکې شمېرې په شريکولو سره د زرنج ښار له ټولو اوسېدونکو او د دغه ولايت د ولسواليو له اوسېدونکو غوښتي چې د دې ورځو په اوږدو کې د هر ډول طبیعي پیښو په صورت کې له يادې ادارې سره اړيکه ونيسي.
 
نيمروز ولايت يو له هغو سرحدي ولايتونو څخه دى، چې له دوو هېوادونو ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري، خو په تېرو وختونو کې يې له خلکو سره د چارواکو له لوري بې تفاوته چلند شوى او په بېلابېلو برخو کې يې کم پرمختګ ليدلى دى.
 
https://avapress.com/vdcjyxe88uqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته