کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز ولایت کې د سړې هوا له امله تر ۲۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي

28 جدی 1401 ساعت 16:40

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بې ساري سړې هوا له امله تر ۲۵۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي دي.


آوا - هرات: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د دې خبر پخلی کوي او وايي، په تېرو څو ورځو کې سختې یخنۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو تر ۲۵۰۰ ډېر غواګانې له منځه وړي دي.
 
هغه زياته کړه، په دغو څارويو کې غوا، پسونه، اوښان او اسونه شامل دي، چې ډېرى يې د خاشرود ولسوالۍ اړوند دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نيمروز ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسئولينو د يوې خبرپاڼې په خپرولو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له مسوولينو سره د اړيکې شمېرې په شريکولو سره د زرنج ښار له ټولو اوسېدونکو او د دغه ولايت د ولسواليو له اوسېدونکو غوښتي چې د دې ورځو په اوږدو کې د هر ډول طبیعي پیښو په صورت کې له يادې ادارې سره اړيکه ونيسي.
 
نيمروز ولايت يو له هغو سرحدي ولايتونو څخه دى، چې له دوو هېوادونو ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري، خو په تېرو وختونو کې يې له خلکو سره د چارواکو له لوري بې تفاوته چلند شوى او په بېلابېلو برخو کې يې کم پرمختګ ليدلى دى.
 


د مطلب کود: 264002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264002/په-نیمروز-ولایت-کې-د-سړې-هوا-له-امله-تر-۲۵۰۰-ډېر-څاروي-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com