دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 263977
د رئیس الوزرا اداري مرستیال: په تېرو شلو کلونو کې زېربناوو ته نه پاملرنه د بې وزلۍ او اعتیاد د ودې لامل شوې
د رئیس الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د کریم اغا خان له استازي سره په کتنه کې وویل چې زیربناوو ته نه پاملرنه په تېرو شلو کلونو کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او اعتیاد د زیاتوالي لامل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د کریم آغاخان له استازي اکبر علي پسناني سره وکتل.
 
ښاغلي حنفي په افغانستان کې د روغتیا او بشرپالنې په برخو کې د آغا خان بنسټ د فعالیتونو او دندو د ستاینې په ترڅ کې وویل: په تیرو شلو کلونو کې د جګړو د دوام او زیربناوو ته د نه پاملرنې د نشه يي توکو استعمال، فقر او بېکارۍ لامل شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، موږ په یادو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د لازیاتو روغتیايي او بشري مرستو غوښتونکي یو او اسلامي امارت له بې وزلو او مستحقینو سره هر اړخیزه همکاري کوي.
 
په افغانستان کې د کریم آغاخان استازي په افغانستان کې د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه د اسلامي امارت د چارواکو د ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل: د آغاخان بنسټ په افغانستان کې خپلو پروګرامونو ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت قوانینو پابند دي.
 
ښاغلي پسناني زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د تېرو کلونو په څېر د روغتیا، انرژۍ او بشري چارو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcjate8auqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته