کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال: په تېرو شلو کلونو کې زېربناوو ته نه پاملرنه د بې وزلۍ او اعتیاد د ودې لامل شوې

28 جدی 1401 ساعت 12:10

د رئیس الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د کریم اغا خان له استازي سره په کتنه کې وویل چې زیربناوو ته نه پاملرنه په تېرو شلو کلونو کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او اعتیاد د زیاتوالي لامل شوې ده.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د کریم آغاخان له استازي اکبر علي پسناني سره وکتل.
 
ښاغلي حنفي په افغانستان کې د روغتیا او بشرپالنې په برخو کې د آغا خان بنسټ د فعالیتونو او دندو د ستاینې په ترڅ کې وویل: په تیرو شلو کلونو کې د جګړو د دوام او زیربناوو ته د نه پاملرنې د نشه يي توکو استعمال، فقر او بېکارۍ لامل شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، موږ په یادو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د لازیاتو روغتیايي او بشري مرستو غوښتونکي یو او اسلامي امارت له بې وزلو او مستحقینو سره هر اړخیزه همکاري کوي.
 
په افغانستان کې د کریم آغاخان استازي په افغانستان کې د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه د اسلامي امارت د چارواکو د ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل: د آغاخان بنسټ په افغانستان کې خپلو پروګرامونو ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت قوانینو پابند دي.
 
ښاغلي پسناني زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د تېرو کلونو په څېر د روغتیا، انرژۍ او بشري چارو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 


د مطلب کود: 263977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263977/د-رئیس-الوزرا-اداري-مرستیال-په-تېرو-شلو-کلونو-کې-زېربناوو-ته-نه-پاملرنه-بې-وزلۍ-او-اعتیاد-ودې-لامل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com