افغان غږ خبری آژانس - هرات: د یوه خیریه بنسټ له خوا د جدی په ۲۷ مه د سه شنبې په ماښام د پوهنې ریاست، د عامې روغتیا ریاست، ښاروالۍ او ترافیکو مدیریت په ګډون پر ۲۲۰۰ کارکوونکو خوراکي توکي وویشل شول.
په دې پروګرام کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: اړوندې ادارې مرستې ته سخته اړتیا لري او موږ له یاد بنسټ څخه مننه کوو.
له بلې خوا د هرات د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني وويل: دغه مرستې به د دفتر د کارکوونکو ډېرې ستونزې هوارې کړي.
دغه راز د دغه خيريه بنسټ مسوول حاجي عبدالله محمدي وويل: په دغو مرستو کې يو ګونې اوړه، يو ګونې وريجې او يو پنځه ليتره غوړي شامل دي، چې ټولټال ارزښت يې شاوخوا شل ميليونه افغانۍ کېږي.
محمدي زياته کړه: دغه بنسټ په پام کې لري چې په لويديځ زون کې پنځوس زره کورنيو ته مرستې وويشي.
په هرات کې دغه خیریه بنسټ همدا راز وویل: دغه بنسټ په پام کې لري چې د یوې میاشتې په ارزښت خوراکي توکي په ۳۵۰۰ روږدو کسانو وړیا وویشي.
له سړې هوا سره په هرات او لوېدیځ کې د خلکو ستونزې هم زیاتې شوي او خلک د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او د مرستندویو بنسټونو مرسته کولای شي دغه ستونزې یو څه هوارې کړي.