کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې له ۲۲۰۰ اړمنو کارکوونکو سره مرستې وویشل شوې

28 جدی 1401 ساعت 10:23

يوه خيريه بنسټ د هرات ښاروالۍ، عامې روغتيا، پوهنې او د ترافيکو مديريتونو پر ٢٢٠٠ اړمنو کارکوونکو د خوراکي توکو مرسته ووېشله. د دې خیریه موسسې د مسئولینو په وینا، د سرشمیرنې له مخې به د زون په کچه ۴۷ زره نورو کورنیو ته هم د مرستې کڅوړې وویشل شي.


آوا - هرات: د یوه خیریه بنسټ له خوا د جدی په ۲۷ مه د سه شنبې په ماښام د پوهنې ریاست، د عامې روغتیا ریاست، ښاروالۍ او ترافیکو مدیریت په ګډون پر ۲۲۰۰ کارکوونکو خوراکي توکي وویشل شول.
 
په دې پروګرام کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: اړوندې ادارې مرستې ته سخته اړتیا لري او موږ له یاد بنسټ څخه مننه کوو.
 
له بلې خوا د هرات د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني وويل: دغه مرستې به د دفتر د کارکوونکو ډېرې ستونزې هوارې کړي.
 
دغه راز د دغه خيريه بنسټ مسوول حاجي عبدالله محمدي وويل: په دغو مرستو کې يو ګونې اوړه، يو ګونې وريجې او يو پنځه ليتره غوړي شامل دي، چې ټولټال ارزښت يې شاوخوا شل ميليونه افغانۍ کېږي.
 
محمدي زياته کړه: دغه بنسټ په پام کې لري چې په لويديځ زون کې پنځوس زره کورنيو ته مرستې وويشي.
 
په هرات کې دغه خیریه بنسټ همدا راز وویل: دغه بنسټ په پام کې لري چې د یوې میاشتې په ارزښت خوراکي توکي په ۳۵۰۰ روږدو کسانو وړیا وویشي.
 
له سړې هوا سره په هرات او لوېدیځ کې د خلکو ستونزې هم زیاتې شوي او خلک د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او د مرستندویو بنسټونو مرسته کولای شي دغه ستونزې یو څه هوارې کړي.
 


د مطلب کود: 263967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263967/په-هرات-کې-له-۲۲۰۰-اړمنو-کارکوونکو-سره-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com