افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه د جدی ۲۶ مه د دغه خبر په خپرولو سره ویلي چې ملا عبدالمنان عمري تر دې وړاندې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر او ملا عیسی ثاني د انرژۍ او اوبو مرستیال و.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر د حکومت د کابینې د چارواکو په کچه بېلابېل بدلونونه راوستي دي.
دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت رهبري هیئت په یوه بل حکم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخکنی رئیس ملا عبدالولي سارنوال د پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د ترافیکو د همغږۍ د مرستیال په توګه وټاکه. مولوي محمد فقیر د امر بالمعروف وزارت د مسلکي او پالیسي مرستیال په توګه وټاکه.