دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 263796
په کابل کې د پیازو بیې لوړې شوې؛ حکومت له نورو هیوادونو څخه واردات پیل کړل
یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې د پیازو بیې درې برابره لوړې شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ډاډ ورکوي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره له منځنۍ اسیا هېوادونو څخه د پیازو د واردولو هڅې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پیازو د بیو لوړیدو د پلازمینې ښاریان اندیښمن کړي دي. یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې د پیازو بیه درې برابره لوړه شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
د دوی په خبره، دا مهال د هېواد په بازارونو کې هر اوه کیلو پیاز تر ۴۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي او په لوړه بیه یې د پېرلو توان نه لري.
 
د کابل ښار اوسېدونکي توريالي طلوع نيوز ته وويل: پياز ډېر ګران دي. بې وزلي او بېکاري ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو ده او د پیازو پېرودل د بې وزلو او بې روزګاره خلکو لپاره ډېر ستونزمن شوي دي.
 
په همدې حال کې یو شمېر پیاز پلورونکي وايي چې وروستیو وچکالیو او سیلابونو د هېواد د پیازو پر حاصلاتو ناوړه اغېز کړی دی.
 
یو تن پیاز پلورونکی عبدالشکور وايي: "پخوا به د پیازو له یوه کرونده څخه ۵۰۰ پیاز کرل کېدل، سږ کال به ۲۰۰ سوه پیاز وکرل شي.
 
بل خوا د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې د روان هجري لمریز کال په لړ کې د افغانستان زیاتره پیاز پاکستان ته صادر شوي او له همدې امله د هېواد په بازارونو کې یې بیې لوړې شوې دي.
 
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي: د پیازو د بیې اصلي مسئله، چې په پایله کې یې په پاکستان کې کرونده ګې شوې، ټول له منځه تللي، پاکستان د پیازو بیې زیاتې کړې دي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ډاډ ورکوي، چې د دې ستونزې د حل په موخه د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د لا ډېرو پیازو د واردولو هڅې روانې دي.
 
د کرنې او مالدارۍ د خونې د معلوماتو پر بنسټ، د سړو خونو د نشتوالي له امله کروندګر د پیازو په ګډون کرنیز محصولات د حاصلاتو د راټولولو پر مهال په ارزانه بیه پلوري او په سړه موسم کې دغه ډول محصولات له نورو هېوادونو واردېږي.
 
https://avapress.com/vdci3parqt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته