افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د والي ویاند شیخ عبدالواحد حماس غوري د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: د کابل - غور لویه لار د ورښتونو له امله تړل شوې ده، تېره شپه اووه موټر د دې لويې لارې په "بند بکک" کې بند پاتې وو د عامه ګټو ریاست د واورې پاکولو ګروپ د شپې په یوه بجه دغه ځای ته ورسیدل او هغوی یې وژغورل.
ده دغه راز زياته کړه: د توپان او واورو له امله دغه لويه لاره بيا د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د غور د والي وياند دغه راز زياته کړه: "بند بکک" چې شپږ ولسوالۍ سره نښلوي، هم تړل شوې او د واورو د ايستلو ټيم هڅه کوي چې دغه لاره پاکه کړي.
هغه زیاته کړه، چې د واورې ورښت له امله د دغه ولایت د الفاروق ولسوالۍ ترانسپورتي لار هم تړل شوې ده.
غور ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې تل يخ ژمي تېروي او سختې لارې يې د واورو له امله بندې وي.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په روانه اونۍ کې به د دغه ولایت د هوا تودوخه منفي ۳۷ سانتي ګراد ته ورسېږي، چې دا د هېواد تر ټولو سړه ولایت بلل کېږي.
د روانې اونۍ په پیل کې یوه دوه کلنه ماشومه چې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول کېده د لارې د بندېدو له امله مړه شوه.