کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

واوره د غور لارې بندې کړې دي

22 جدی 1401 ساعت 13:38

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سختو واورو او توپان له امله د غور مرکز له ولسوالیو او د هېواد له نورو ولایتونو سره مواصلاتي لارې تړل شوې دي.


آوا - هرات: د غور د والي ویاند شیخ عبدالواحد حماس غوري د آوا له خبریال سره په خبرو کې وویل: د کابل - غور لویه لار د ورښتونو له امله تړل شوې ده، تېره شپه اووه موټر د دې لويې لارې په "بند بکک" کې بند پاتې وو د عامه ګټو ریاست د واورې پاکولو ګروپ د شپې په یوه بجه دغه ځای ته ورسیدل او هغوی یې وژغورل.
 
ده دغه راز زياته کړه: د توپان او واورو له امله دغه لويه لاره بيا د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
 
د غور د والي وياند دغه راز زياته کړه: "بند بکک" چې شپږ ولسوالۍ سره نښلوي، هم تړل شوې او د واورو د ايستلو ټيم هڅه کوي چې دغه لاره پاکه کړي.
 
هغه زیاته کړه، چې د واورې ورښت له امله د دغه ولایت د الفاروق ولسوالۍ ترانسپورتي لار هم تړل شوې ده.
 
غور ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې تل يخ ژمي تېروي او سختې لارې يې د واورو له امله بندې وي.
 
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په روانه اونۍ کې به د دغه ولایت د هوا تودوخه منفي ۳۷ سانتي ګراد ته ورسېږي، چې دا د هېواد تر ټولو سړه ولایت بلل کېږي.
 
د روانې اونۍ په پیل کې یوه دوه کلنه ماشومه چې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول کېده د لارې د بندېدو له امله مړه شوه.
 


د مطلب کود: 263724

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263724/واوره-د-غور-لارې-بندې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com