دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 263665
مولوي هبت الله اخندزاده د بدر قول اردو څخه په لیدنه کې؛

له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل یوازې د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی

له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل یوازې د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی
د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده په قندهار ولایت کې د ۲۰۵ بدر قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ: له نړۍ سره زموږ تعامل د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی او بل هیڅ دلیل د منلو وړ نه دی.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د اسلامي امارت د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر پرون سه شنبه (جدی ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د اسلامي امارت رهبري هیئت د قندهار ولایت د بدر قول اردو څخه د لیدنې پر مهال د یاد قول اردو له قومندان او یو شمېر نورو چارواکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې، مولوي اخندزاده په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: له نړۍ سره زموږ تعامل د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی او له دې پرته بل هیڅ دلیل زموږ لپاره د منلو وړ نه دی، تاسو باید ځانونه چمتو کړئ او په اسلامي احکامو عمل وکړئ.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر په هلمند ولایت کې له ۲۱۵ اتل قول اردو څخه هم لیدنه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcd9s0xkyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته