کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي هبت الله اخندزاده د بدر قول اردو څخه په لیدنه کې؛

له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل یوازې د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی

21 جدی 1401 ساعت 10:19

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده په قندهار ولایت کې د ۲۰۵ بدر قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ: له نړۍ سره زموږ تعامل د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی او بل هیڅ دلیل د منلو وړ نه دی.


آوا - کندهار: د اسلامي امارت د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر پرون سه شنبه (جدی ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د اسلامي امارت رهبري هیئت د قندهار ولایت د بدر قول اردو څخه د لیدنې پر مهال د یاد قول اردو له قومندان او یو شمېر نورو چارواکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې، مولوي اخندزاده په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: له نړۍ سره زموږ تعامل د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې دی او له دې پرته بل هیڅ دلیل زموږ لپاره د منلو وړ نه دی، تاسو باید ځانونه چمتو کړئ او په اسلامي احکامو عمل وکړئ.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر په هلمند ولایت کې له ۲۱۵ اتل قول اردو څخه هم لیدنه کړې وه.
 


د مطلب کود: 263665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263665/له-نړۍ-سره-د-اسلامي-امارت-تعامل-یوازې-اسلام-سپیڅلي-دین-احکامو-په-رڼا-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com