دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 263636
د غزني ښاریانو د ښار د ترافیکي څراغونو د فعالېدو غوښتنه وکړه
په غزني کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي ترڅنګ، د دغه ښار يو شمېر اوسېدونکو د غزني ښار په څنډو کې د ترافيکي څراغونو د بيا فعالولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني یو تن اوسیدونکی صمد د ترافیکي څراغونو د نه فعالیدو په اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له څو میاشتو راهیسې د غزني ښار په څلورلارو کې ترافیکي څراغونه غیر فعال شوي دي.
 
هغه د غزني د ترافيکو له رياست څخه وغوښتل چې دغه څراغونه بېرته فعال کړي.
 
يو غزني بل اوسیدونکي وحيدالله هم وويل، چې ترافيکي څراغونه د سړکونو د نظم او د سړکونو په ښکلا کې د مرستې تر څنګ نظم منځ ته راوړي.
 
په پرله پسې زنګونو سره مو د غزني د ترافیکو د مسئولینو نظر نه دی ترلاسه کړی چې دغه ریاست د دغو څراغونو د فعالولو لپاره کوم پروګرام لري او که نه.
 
د يادونې وړ ده، چې د ترافيکي نښو او ترافيکي څراغونو د نشتوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله هر کال سلګونه ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې د يو شمېر کسانو د مرګ او ژوبلې لامل ګرځي.
 
https://avapress.com/vdcbffb50rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته