کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني ښاریانو د ښار د ترافیکي څراغونو د فعالېدو غوښتنه وکړه

20 جدی 1401 ساعت 11:50

په غزني کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي ترڅنګ، د دغه ښار يو شمېر اوسېدونکو د غزني ښار په څنډو کې د ترافيکي څراغونو د بيا فعالولو غوښتنه وکړه.


آوا: د غزني یو تن اوسیدونکی صمد د ترافیکي څراغونو د نه فعالیدو په اړه آوا ته وویل: له څو میاشتو راهیسې د غزني ښار په څلورلارو کې ترافیکي څراغونه غیر فعال شوي دي.
 
هغه د غزني د ترافيکو له رياست څخه وغوښتل چې دغه څراغونه بېرته فعال کړي.
 
يو غزني بل اوسیدونکي وحيدالله هم وويل، چې ترافيکي څراغونه د سړکونو د نظم او د سړکونو په ښکلا کې د مرستې تر څنګ نظم منځ ته راوړي.
 
په پرله پسې زنګونو سره مو د غزني د ترافیکو د مسئولینو نظر نه دی ترلاسه کړی چې دغه ریاست د دغو څراغونو د فعالولو لپاره کوم پروګرام لري او که نه.
 
د يادونې وړ ده، چې د ترافيکي نښو او ترافيکي څراغونو د نشتوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله هر کال سلګونه ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې د يو شمېر کسانو د مرګ او ژوبلې لامل ګرځي.
 


د مطلب کود: 263636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263636/د-غزني-ښاریانو-ښار-ترافیکي-څراغونو-فعالېدو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com