افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه (جدی ۱۵) په یوه ټویټ کې ویلي چې تېره شپه په ننګرهار ولایت کې د داعش څلور غړي وژل شوي دي.
مجاهد زیاته کړه چې دغه داعش وسله وال د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په شمل کلي کې وژل شوي دي.
مجاهد دا هم ویلي، چې د (موسی) په نوم د داعش یو تن د دوی له مهمو کسانو څخه و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې یو پټنځای هم د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی و چې په پایله کې یې ۸ داعش وسله وال وژل شوي وو.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې داعش په افغانستان کې ثابته اډه او ځای نه لري.