کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا د داعش پټنځای له منځه وړل شوی

15 جدی 1401 ساعت 14:07

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ په شمل کلي کې څلور داعش (خوارج) وژلي او د هغوی پټنځای یې ویجاړ کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه (جدی ۱۵) په یوه ټویټ کې ویلي چې تېره شپه په ننګرهار ولایت کې د داعش څلور غړي وژل شوي دي.
 
مجاهد زیاته کړه چې دغه داعش وسله وال د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په شمل کلي کې وژل شوي دي.
 
مجاهد دا هم ویلي، چې د (موسی) په نوم د داعش یو تن د دوی له مهمو کسانو څخه و.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې یو پټنځای هم د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی و چې په پایله کې یې ۸ داعش وسله وال وژل شوي وو.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې داعش په افغانستان کې ثابته اډه او ځای نه لري.
 


د مطلب کود: 263438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263438/په-ننګرهار-کې-د-اسلامي-امارت-ځانګړو-ځواکونو-له-خوا-داعش-پټنځای-منځه-وړل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com