افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوری چارو وزیر مولوي حبیب الرحمن منصور د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له سوداګرو وغوښتل چې د کابل ښار په ښکلا کې ونډه واخلي.
تر دې مخکې د بیت المقدس سمبول د کمپني په سیمه کې جوړ شوی و او همدا راز د کابل په دهن باغ کې د ځمکې د تڼۍ سمبول په حرکت کې و.
د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د کابل ښار د ښکلا او ښه والي لپاره هڅې کوي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د پلازمېنې کابل سمبول د اوږدو جګړو په تېره بيا په وروستيو کلونو کې سخت زيانمن شوى دى.