دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 263345
د پولیسو په لیکو کې له خلکو سره مسلکي چلند باید په جدي توګه تعقیب شي
د مزارشريف د ټولنيزو او کلتوري چارو کارپوه وايي: د پوليسو تشکيل بايد ټول شموله وي او له خلکو سره د پوليسو مسلکي چلند بايد په جدي توګه تعقيب شي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو کارپوه رسول حسینی د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی دی. د اسلامي امارت د هلو ځلو سره د هیوادوالو د ژوند خوندیتوب ته وده ورکول، ځکه چې د طالبانو په منځ کې د قانون د تطبیق په برخه کې عزم موجود دی.
 
نوموړی وايي، د افغانستان د خلکو ارمان په هېواد کې امنیت دی او دا پدیده به هغه وخت پوره شي، چې هېواد د کلتور او اقتصاد له پلوه پر ځان بسیا شي او دولتي چارواکي له خلکو سره خواخوږي ولري، که نه نو بحرانونه به ورسره مخ شي.
 
ښاغلي حسیني ومنله چې د طالبانو د حکومت د دوام یوازینۍ لار د خلکو ارادې ته درناوی او د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل د افغانانو لومړۍ هیله ده.
 
هغه زیاته کړه، د پولیسو تشکیل باید ټول شموله وي او له خلکو سره د پولیسو مسلکي چلند باید په جدي توګه تعقیب شي، ترڅو د پولیسو معیاري تشکیل د ښاریانو د خوښې وړ وي.
 
د مزارشريف ښار يو تن اوسېدونکى محمد رضا غورباني وايي: د بلخ ولايت امنيتي وضعيت ورځ په ورځ مخ په ښه کېدو دى او په دې وروستيو کې موږ په ښار کې د پوليسو د زيات مسلکي چلند شاهدان يو، چې موږ ته هيله مندي راکوي.
 
هغه وويل، د مزارشريف ښاريان په هېواد کې د ټوليز امنيت غوښتونکي دي او مسئولين بايد د خلکو د ټولنيزې هوساینې په برخه کې تر پخوا زياتې هڅې وکړي، څو د ولسونو ستونزې هوارې شي.
 
د مزارشریف ښار یو بل اوسیدونکی محمد علی زاده وايي، چې د پخوا په پرتله د اسلامي امارت په تدبیرونو او قوانینو سره د ښار امنیت ښه شوی او له مسئولینو مو غوښتنه ده، چې د ښاریانو د ژوند او مال خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. .
 
په همدې حال کې دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد آصف وزيري وايي چې د پوليسو ځواکونه په پرله پسې ډول دخلکو د امنيت د تامينولو په خاطر خپله دنده پرمخ وړي.
 
https://avapress.com/vdci5parwt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته