دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 263256
نړیواله ټولنه باید د افغانانو اصولو او دودونو ته درناوی وکړي
د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي دملګرو ملتونو له هيئت سره په کتنه کې څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه بايد دافغانانو اصولو او عنعناتو ته درناوى وکړي او ويې ويل: اسلامي امارت دښه شرايطو رامنځته کولو ته ژمن دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال پرون یکشنبه (جدی ۱۲) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل په مشرۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره وکتل.
 
د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستيال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې زموږ هېواد په تيرو څلورو لسيزو کې د جګړو له امله زيات زيانونه زغملي دي چې نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.
 
عبدالسلام حنفي دې ته په اشارې سره چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو اصول، دود او دستور په پام کې ونیسي وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو د کار او فعالیت لپاره ښه شرایط رامنځته کړي.
 
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل د ښځو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال زیاته کړه چې ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
 
هغه زیاته کړه: زموږ غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو پیغام د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریک کړو.
 
بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ځانګړي سلاکار فرن ایکیز هم وویل، چې په نوي کال کې له افغانستان سره د مرستې لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۴،۵ میلیارده ډالرو غوښتنه شوې او په وینا یې د اوسني وضعیت دوام به ګټور نه وي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل ويلي و، چې لوېديځ هېوادونه بايد په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.
 
https://avapress.com/vdcjite8muqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته