کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیواله ټولنه باید د افغانانو اصولو او دودونو ته درناوی وکړي

12 جدی 1401 ساعت 14:41

د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي دملګرو ملتونو له هيئت سره په کتنه کې څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه بايد دافغانانو اصولو او عنعناتو ته درناوى وکړي او ويې ويل: اسلامي امارت دښه شرايطو رامنځته کولو ته ژمن دى.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال پرون یکشنبه (جدی ۱۲) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل په مشرۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره وکتل.
 
د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستيال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې زموږ هېواد په تيرو څلورو لسيزو کې د جګړو له امله زيات زيانونه زغملي دي چې نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.
 
عبدالسلام حنفي دې ته په اشارې سره چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو اصول، دود او دستور په پام کې ونیسي وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو د کار او فعالیت لپاره ښه شرایط رامنځته کړي.
 
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل د ښځو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال زیاته کړه چې ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
 
هغه زیاته کړه: زموږ غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو پیغام د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریک کړو.
 
بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ځانګړي سلاکار فرن ایکیز هم وویل، چې په نوي کال کې له افغانستان سره د مرستې لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۴،۵ میلیارده ډالرو غوښتنه شوې او په وینا یې د اوسني وضعیت دوام به ګټور نه وي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل ويلي و، چې لوېديځ هېوادونه بايد په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.
 


د مطلب کود: 263256

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263256/نړیواله-ټولنه-باید-د-افغانانو-اصولو-او-دودونو-ته-درناوی-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com