دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 263225
جاپان د ملګروملتونو د امنیت شورا دوره یي مشر شو
د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې د اعلان شوي مهالویش له مخې، جاپان به په روانه میاشت کې د دې سازمان د امنیت شورا د غونډو مشري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې د اعلان شوي مهالویش له مخې، په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازی به د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د روانې میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې د امنیت شورا د غونډو مشري وکړي.
 
تېره میاشت (دسمبر)، هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه درلوده.
 
جاپان د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه یوځای شو، چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې د ناکامۍ وروسته د نړیوالې ادارې د اصلاحاتو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې په ترڅ کې دوه کلنه دوره پیل کړه.
 
په ۱۹۵۶ کال کې په ملګرو ملتونو کې له غړیتوب وروسته د ۱۲م ځل لپاره، ټوکیو به د ۲۰۱۷-۲۰۱۶ کلونو له تېرې دورې وروسته د امنیت شورا غیر دایمي څوکۍ په غاړه واخلي.
 
https://avapress.com/vdcf0md0tw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته