د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې د اعلان شوي مهالویش له مخې، جاپان به په روانه میاشت کې د دې سازمان د امنیت شورا د غونډو مشري وکړي.
جاپان د ملګروملتونو د امنیت شورا دوره یي مشر شو
12 جدی 1401 ساعت 9:36
د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې د اعلان شوي مهالویش له مخې، جاپان به په روانه میاشت کې د دې سازمان د امنیت شورا د غونډو مشري وکړي.
آوا: د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې د اعلان شوي مهالویش له مخې، په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازی به د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د روانې میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې د امنیت شورا د غونډو مشري وکړي.
تېره میاشت (دسمبر)، هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه درلوده.
جاپان د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه یوځای شو، چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې د ناکامۍ وروسته د نړیوالې ادارې د اصلاحاتو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې په ترڅ کې دوه کلنه دوره پیل کړه.
په ۱۹۵۶ کال کې په ملګرو ملتونو کې له غړیتوب وروسته د ۱۲م ځل لپاره، ټوکیو به د ۲۰۱۷-۲۰۱۶ کلونو له تېرې دورې وروسته د امنیت شورا غیر دایمي څوکۍ په غاړه واخلي.
د مطلب کود: 263225