دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 263179
کابل ښاروالۍ: د ۱۸۱ پرمختیايي پروژو له جملې څخه یې ډېری یې بشپړې شوي دي
کابل ښاروالۍ وايي، د روان کال په پيل کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ١٨١ پراختيايي پروژو له جملې څخه زياتره يې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - د کابل ښاروالۍ پرون سه شنبه (جدی ۱۰) وايي، چې د روان کال په پیل کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ۱۸۱ پرمختیايي پروژو له جملې څخه، چې ډېری یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، دا مهال په څلوېښتو نورو بېلابېلو پروژو کار روان دی او د روان کال تر پایه به بشپړې شي.
 
د دوی په خبره، په دې پروژو کې د سړکونو، پلونو، سربندونو، کانالونو جوړول او یو شمېر نورې پرمختیايي پروژې شاملې دي، چې ډېری یې بشپړې او عملي شوې دي.
 
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي: موږ د روان کال په پیل کې ۱۸۱ پروژې اعلان کړې وې، الحمدلله بشپړې شوې پروژې ډېرې دي او اوسمهال له ۳۰ تر ۴۰ پروژو کار روان دی، چې بېلابېلې پروژې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د خصوصي سکتور يو شمېر غړي چې په هېواد کې يې د ساختماني توکو په توليد کې پانګونه کړې، له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې په ساختماني پروژو کې له کورنيو توليداتو څخه ګټه پورته کړي، څو د کورنيو توليداتو توليداتو ته هم بازار پيدا شي.
 
https://avapress.com/vdcd5s0xnyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته