دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 262328
د کابل ښاروالۍ له خوا د څه باندې زر جریبه غصب شوې ځمکې بېرته نیول
کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل شوې او تر اوسه دغې ادارې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له زرو جريبه ډېرې ځمکې بېرته نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پیل شوې او تر دې دمه کابل ښاروالۍ د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰۰۰ جریبه ډېرې ځمکې بېرته نیولي دي.
 
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو لړۍ به دوام ولري او هغه ځمکې چې جنجال او حقوقي دوسیې لري د اسلامي امارت د قاضیانو له خوا به وڅېړل شي.
 
د کابل ښاروالۍ ویاند زیاتوي، چې کابل ښاروالۍ د سړک جوړولو د پروژو په تطبیق کې هغو ځایونو ته لومړیتوب ورکوي، چې دولتي ځمکې پکې وي.
 
کابل ښاروالۍ دا هم وايي، هغه ښاروال چې د سړک جوړونې د پروژو په ترڅ کې ځمکې تخریبېږي، په دولتي سیمو کې به مشخصې ځمکې ورکړي.
 
د پلازمېنې ښاریان هم د کابل ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي او وايي چې غصب شوې ځمکې باید تر وروستي حده بېرته ونیول شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې د ځمکو د غاصبینو له خوا د عامه او دولتي ځمکو غصب یو له سترو ټولنیزو ننګونو څخه دی، خو اسلامي امارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو لړۍ پیل کړې ده.
 
https://avapress.net/vdcirrarvt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته