افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، جدی ۹) د شبرغان – بلخ پر لویه لار د شبرغان ښار اړوند د چغچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دوی په وینا په وژل شویو کې دوه ښځې او درې نارینه او دوه ښځې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د پېښې لامل د مسافر وړونکي بس چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې، چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د دې پېښې ټول قربانيان او ټپيان د سراچه موټر مسافر دي، چې د عامې روغتيا د کارکوونکو له خوا د شبرغان ښار روغتون ته وړل شوي دي.