کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

10 جدی 1401 ساعت 11:58

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د شبرغان-بلخ پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس موټر د ټکر له امله ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزار شریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، جدی ۹) د شبرغان – بلخ پر لویه لار د شبرغان ښار اړوند د چغچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د دوی په وینا په وژل شویو کې دوه ښځې او درې نارینه او دوه ښځې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
 
چارواکي زیاتوي، چې د پېښې لامل د مسافر وړونکي بس چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې، چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
 
د دې پېښې ټول قربانيان او ټپيان د سراچه موټر مسافر دي، چې د عامې روغتيا د کارکوونکو له خوا د شبرغان ښار روغتون ته وړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 263137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263137/په-جوزجان-کې-د-ترافیکي-پېښې-له-امله-۹-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com