افغان غږ خبری آژانس - بامیان: په بامیان ولایت کې د ژمنیو ورزشي سیالیو یو شمېر ورزشکاران وايي چې د دې ولایت د بدني روزنې ریاست له خوا د اسانتیاوو نشتوالی او نه ملاتړ ورزشکاران له ورزش څخه بې برخې کړي دي.
د باميان ولايت يو تن سکيګر کريم وايي، چې په تېرو کلونو کې په باميان کې شاوخوا لس د سکي کلپونه او څو ژمني ورزشي لوبې موجودې وې، چې لسګونه ورزشکاران په ځانګړي ډول د سکي، کرلينګ او سکېټينګ په برخه کې فعال وو، خو اوس يې له امله د ډېرو اسانتیاوو نشتوالي ځوانانو له دغو ورزشونو سره لېوالتیا له لاسه ورکړې ده.
په تېرو کلونو کې د ژمي د موسم له پيلېدو سره د ژمنيو لوبو جشنواره پيل شوه او له بېلابېلو ولايتونو او حتی د بهرنيو هېوادونو ځوانانو په دغو سياليو کې ګډون کاوه.
په دغو سیالیو کې چې د بامیان ولایت په کوربه توب ترسره شوې، ځوانانو په ځانګړې توګه د سکیینګ په برخه کې د لږو ورزشي اسانتیاوو درلودونکي ګډون وکړ او مقامونه یې وګټل.
اوس ورزشکاران وايي چې د ورزش په برخه کې د ستونزو د موجودیت له امله د ورزش ډیری ډسپلینونه له منځه تللي دي.
د دوی په خبره، په ورزشي ډګرونو کې په ځانګړي ډول د سکيټينګ او کرلينګ په برخه کې د اسانتياوو د نشتوالي له امله هېڅ لوبډلې تمرين نه دی کړی او حتی د سکينګ سيالي هم د تېرو کلونو په تناسب کمه شوې ده.
ورزشکاران د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي او ژمنۍ لوبې پیل کړي.
بايد وويل شي، چې له پرله پسې هڅو سره سره مو په دې اړه د باميان ولايت د بدني روزنې رياست د مسوولينو نظر ترلاسه نه کړ.