کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې له ژمنیو لوبو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده

4 جدی 1401 ساعت 16:05

بامیان د افغانستان یو له سړو ولایتونو څخه دی چې هر کال د ژمي په موسم کې د دغو ورزشي ډګرونو مینه والو ته د کرینګ، سکیینګ، سنو بورډینګ او آئس سکیټینګ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سپورټ میدانونه برابرېږي، خو سږکال خلک وايي چې له دغو لوبو سره مينه کمه شوې ده.


آوا - بامیان: په بامیان ولایت کې د ژمنیو ورزشي سیالیو یو شمېر ورزشکاران وايي چې د دې ولایت د بدني روزنې ریاست له خوا د اسانتیاوو نشتوالی او نه ملاتړ ورزشکاران له ورزش څخه بې برخې کړي دي.
 
د باميان ولايت يو تن سکيګر کريم وايي، چې په تېرو کلونو کې په باميان کې شاوخوا لس د سکي کلپونه او څو ژمني ورزشي لوبې موجودې وې، چې لسګونه ورزشکاران په ځانګړي ډول د سکي، کرلينګ او سکېټينګ په برخه کې فعال وو، خو اوس يې له امله د ډېرو اسانتیاوو نشتوالي ځوانانو له دغو ورزشونو سره لېوالتیا له لاسه ورکړې ده.
 
په تېرو کلونو کې د ژمي د موسم له پيلېدو سره د ژمنيو لوبو جشنواره پيل شوه او له بېلابېلو ولايتونو او حتی د بهرنيو هېوادونو ځوانانو په دغو سياليو کې ګډون کاوه.
 
په دغو سیالیو کې چې د بامیان ولایت په کوربه توب ترسره شوې، ځوانانو په ځانګړې توګه د سکیینګ په برخه کې د لږو ورزشي اسانتیاوو درلودونکي ګډون وکړ او مقامونه یې وګټل.
 
اوس ورزشکاران وايي چې د ورزش په برخه کې د ستونزو د موجودیت له امله د ورزش ډیری ډسپلینونه له منځه تللي دي.
 
د دوی په خبره، په ورزشي ډګرونو کې په ځانګړي ډول د سکيټينګ او کرلينګ په برخه کې د اسانتياوو د نشتوالي له امله هېڅ لوبډلې تمرين نه دی کړی او حتی د سکينګ سيالي هم د تېرو کلونو په تناسب کمه شوې ده.
 
ورزشکاران د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي او ژمنۍ لوبې پیل کړي.
 
بايد وويل شي، چې له پرله پسې هڅو سره سره مو په دې اړه د باميان ولايت د بدني روزنې رياست د مسوولينو نظر ترلاسه نه کړ.
 


د مطلب کود: 262865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262865/په-بامیان-کې-له-ژمنیو-لوبو-سره-د-خلکو-لېوالتیا-کمه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com